كوئټه 15 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان عوامي ګوند مركزي لارښود سناتور نصيب الله ??از??ي وئيلي دي چې د نوابزاده سراج رئيساني د شهادت مقصد د ټاكنو عمل خرابول دي٬ د درې ورځو غم نه پس به بېرته انتخابي چارې پېل كوو٬ ټولټاكنې به په خپل وخت كېږي۔ د اتوار په ورځ په ساراوان هاؤس كښې د غمرازې كولو نه پس اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې تره??ر غواړي ??ې د جولائي په 25مه نېټه د ټوكټاكنو كېدونكې عمل تباه كړي ??كه دوي د شهيد نوابزاده سراج رئيساني په انتخابي لاريون بريد كړے خو مونږ به د دوي دا خواهش كله ه?? پوره نه كړو۔ ده ووئيل چې د درې ورځني غم نه پس به انتخابي چارې بيا پېل كوو او د جولائي په 25مه نېټه به بلوچستان عوامي ګوند په ټولټاكنو كښې په بشپړه توګه برخه اخلي۔ ده ووئيل چې نوابزاده سراج خان په مونږ تل ياد ساتو۔