اسلام آباد 23 مئی (اے پی پی) د پاكستان او صوماليه ترمينځه د 10.500 ملينه روپو ګرانټ او صوماليه لپاره د قامي شناختي كارډ نظام جوړولو لپاره د تكنيكي مرستې لوظ نامه لا?? ليك شوه ۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د شورو په ورځ د لا?? ليك په دستوره كښې موجود ؤ۔په دې موقع د خزانې وزير مفتاح اسماعيل٬د وزيراعظم خ??ص مرستيال ډاكټر مصدق ملك د خزانې او داخله ډويژن سېكترانو٬د نادرا چيئرمېن او سينئر چارواكو په لوظ نامې د لا?? ليك دستوره كښې هم موجود وو۔د صوماليه د اړخه د داخله چارو دوهم وزير عبدالله فرح وهلئي د پراجېكټ مشر ډاكټر نور درائي هرسي او سفير خديجه محمد المخزومي او د هغوي چارواكي هم د لا?? ليك دستوره كښې موجود وو۔د دې اقدام ترمخه به نادرا به د صوماليه لپاره ټېكنالوجي٬سافټ ويئر او نور سامان وركوي۔د علم او ټېكنالوجي منتقل كولو سره به صوماليه ته بارډر منيجمنټ او انتخابي منيجمنټ له هم مرسته ترلاسه شي۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې د صوماليه د داخله چارو دوهم وزير عبدالله فرح وهلئي د صوماليه نېشنل آئي ډي سسټم جوړولو كښې پھ مرسته كولو د پاكستان مننه وكړه۔ده د پاكستان او صوماليه د ملګرتيا اړيكې رامخې ته كولو سره ووئيل په موغاديشو كښې د پاكستان سفارت پرانستلو سره به د دواړو هېوادونو اړيكو ته لا وده ترلاسه شي۔د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د خېرسګالۍ جذبې څرګندونې سره ووئيل پاكستان او صوماليه خپلو كښې د ملګرتيا اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔پاكستان او صوماليه خپلو كښې نزدې اړيكې لري۔د نادرا په لوظ نامه لا?? ليك اهميت لري او دې سره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي شي