اسلام آباد ۔ 8 مئی (اے پی پی) د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز وئيلي دې حكومت اولنۍ واټر پالېسي جوړه كړې۔ نوې قامي واټر پالېسۍ كښې د اوبو په بچت او د اوبو په ذخائرو جوړولو زور راوړلې شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د منصوبه بندۍ وزارت او نړيوال بانك په شريكه د ماحولياتي استحكام په سرخط را??وړ كړې قامي مشاورتي وركشاپ ??ه خطاب كښې وكړه۔ سرتاج عزيز ووئيل پاكستان كښی اوبه په كمېدو دي۔ كله چې پاكستان جوړ شو نو سړي سر اوبه د 5 زره كيوبك ميټر څخه زياتې وې۔ ولې اوس دا سړي سر 1000 كيوبك ميټر څخه كمې شوي۔ ده ووئيل زمونږ په بندونو كښې د سلټنګ په سوب د اوبو ذخيره كولو صلاحيت كم شوې۔ د اوبو وسائلو لپاره زيات مالي وسائلو ته اړتيا وي۔ سرتاج عزیز ووئيل را??وان كال كښې د اوبو منصوبو لپاره د بي اېس ډي پي 10 فيصد بېل كړې شوې۔ ده ووئيل مونږ په واټر پالېسۍ كښې د بھاشا بند په شمول د اوبو د 10 ملين اېكټر فټ ذخائر سپارښتنه كړې۔ په دې مهال وركشات ??ه خپل خطاب كښې پاكستان د ورلډ بانك كنټري ډائرېكټر الانګو ??ېچ سموتھو په وفاقي وزير احسن اقبال باندې ترسره شوې بريد د افسوس وړ وګرځولو۔ ده ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلونو څخه متاثره كېدونكے د نړۍ 7 م ستر هېواد دے۔ (وا/ض ض/ګ ل/1855)