اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي چې مسلم ليګ ﴿ن﴾ به د پرمختګ او خوشحالې پروژو ترسره كېدو او د ووټ د تقدس بحالې اېجنډې سره په ټولټاكنو كښې برخه اخلي او ريښتيني جمهوريت سره به پاكستان د خپل منزل په پلو روان كړي۔ ??ه خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې د خنجراب ته تر ??وا??ر د پاكستان اولس د دې خبرې ګواه دے چې ك??ه هم د نواز شريف او د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت راغلې نو په ټول پاكستان كښې لوئې پروژې پېل كړې شوې دي۔ ده ووئيل چې د پاكستان اولس د نواز شريف قدر كوي۔ اولس به د كال 2018م په ټولټاكنو كښې مسلم ليګ ﴿ن﴾ كامياب كړي۔