اسلام آباد 01 مارچ (اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت د سركاري سكيم له مخې د 87813 د حج درخواستونو قرعه اندازي وكړه٬د وفاقي كابينې په سپارښټنه د ټولې كوټې 50 في??ده قرعه اندازي وكړې شوه٬د پاتې 17 في??ده ټاكنه به د عدالتي پريكړې نه پس كولې شي٬د ټولو ډلو شمېره 107801 ده٬دوه في??ده هارټ شپ كوټه هم ساتلې شوې٬د ډېر عمر درخواست كوونكو شمېره 4935 ده كومه چې د قرعه اندازۍ نه مستثنٰی ده٬د تېرو دريو كلونو څخه ناكامه كېدونكو لپاره هم لس زره كوټه بېله كړی شوې۔د زيارت په ورځ د سركاري سكيم له مخې د حج قرعه اندازي د مذهبي چارو په وزارت كښې وشوه۔په دې موقع د مذهبي چارو دوهم وزير دوهم وزير پير امين الحسنات شاه خاص مېلمه ؤ۔د روان كال د حج پالېسۍ له مخې سركاري سكيم لپاره 67 في??ده او پرائيوټ سكيم لپاره 33 في??ده كوټه بېله كړی شوې خو دا پريكړه حج ټور آپرېټرز په لاهور٬سندھ او سكهر هائي كورټس كښ?? چېلنج كولو سره د امتناع حكم ترلاسه كړے او د دې له امله د جنورۍ په 26مه نېټھ كېدونكې د قرعه اندازۍ ايساره كړې شوې ٬د دې نه پس وفاقي كابينې د مذهبي چارو وزارت ته هدايت وكړو چې د 50 في??ده قرعه اندازي وكړئ او د پاتې 17 في??ده قرعه اندازي به د عدالتي پريكړې نه پس وكړې شي۔د مذهبي چارو وزارت سترې محكمې ته مراجع ك??لو سره خواست كړ?? چې په ټولو هائي كورټس كښې د امتناع حكم په اړه مقدمې دې يوځاې كړې شي او د اسلام آباد په هائي كورټ كښې دې واورېدلې شي۔د قرعه اندازۍ دستورې ته خپله وېنا كښې د مذهبي چارو دوهم وزير پير امين الحسنات شاه ووئيل د 2012م او د 2013م په مقابل كښې په سركاري سكيم د خلقو باور زيات شو ې او سږ كال 3 لكه 74 زره درخواستونه ترلاسه شوي۔۔ده ووئيل د وخت نه وړاندې د حج په انتظاماتو دې د مذهبي چارو د وزارت ستائنه وكړې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د وفاقي كابينې زياتره غړي دا راي لري چې پرائيوټ سكيم دې ختم كړې شي او يوازې سركاري سكيم دې وساتلې شي خو د مذهبي چارو وزارت په اوس وخت كښې دا دريځ نه لري۔د مذهبي چارو قائمه كمېتۍ مشرې شګفته جماني او د مذهبي چارو دوهم وزير سره په بټن وهلو قرعه اندازي وكړه۔د قرعه اندازۍ د لارې د 87813 كاميابو درخواست وركونكو ټاكنه وكړې شوه