اسلام آباد ۔ 21 فروری (اے پی پی) وزیرا??ظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د مسلم ليګ (ن) حكومت په غوره كاركردګۍ اولس سره كړې خپل لوظونه تر سره كړې دي۔ حكومت د ټولنې د كمزورې طبقې تحفظ له د قانوني ګامونو پورته كولو پشمول ټول ګامونه پورته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزیرا??ظم د ” هېډ سټارټ سکول” طالبعلمانو پلاوي سره خبرو كښې وكړه چا چې د شورؤ په ورځ وزيرا??ظم آفس كښې ده سره ملاقات وكړو۔ وزیرا??ظم طالبعلمانو سره بې تكلفه خبرې ا وكړې كومو چې وزيرا??ظم څخه د سياسي مسئلو سره سره د خارجه پالېسۍ ٬ اقتصادي چارو او سماجي مسئلو په اړه بېلې پوښتنې وكړې۔ د سی پېک منصوبې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وزيرا??ظم ووئيل سی پېک منصوبه به د خپل مواصلاتي اډانې او صنعتي پرمختګ سره نه يوازې لوئيديز چين او د منځنۍ آسيا رياستونو پشمول ټولې منطقې ته د مواصلاتي تړون اساني وركړي بلكې د هېواد اولس لپاره به بلها اقتصادي او د روزګار موقعې رامخې ته كړي۔ د كورني تشدد پېښو مخنيوي او د نر ښځيو په ډول د كمزورې طبقاتو تحفظ له د پورته كېدونكو ګامونو په اړه خپلو خبرو كښې وزيرا??ظم ووئيل حکومت د ټولنې كمزورې طبقو تحفظ له د قانوني ګامونو په شمول ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل د تعليم ودې ٬ د شعور بېدارۍ او اقتصادي خوشحالۍ سره به په دې ډول سماجي مسئلو قابو موندلو له مرسته ترلاسه شي۔ په نړيوال محاذ هېواد ته د پېښو چېلنجونو په اړه وزيرا??ظم ووئيل پاکستان په بېلو ستونزو خپل نكته نظر په ډاګه كولو له نړيوال?سلاٹ_گیم/117182.html">? ورورولۍ سره فعاله رابطه كښې دے۔ په اقتصادی مسئلو خپلو خبرو كښې وزيرا??ظم ووئيل حکومت د کاروبار دوسته پالیسۍ نظام جوړولو او بېلو څانګو كښې پراخا سرمايه كارۍ كولو پلو د سرمايه كارو پام ګرځولو د لارې معيشت لا قوي كولو له ټولې ممكنه هڅې كوي۔ د مجموعي صورتحال په اړه خپلو خبرو كښې وزيرا??ظم ووئيل كال 2013ء كښې اقتدار ترلاسه كولو څخه وروستو د مسلم ليګ ن حكومت بېلو څانګو كښې ښكاره ښه والې راوستې۔ د مسلم لیګ (ن) حکومت د موجوده مودې په مهال ترلاسه شوې كاميابۍ او ترقي د پخوا كومې هم مودې څخه زياتې دي۔ ده ووئيل د مسلم لیګ نون حکومت د غوره كاركردګۍ څرګندونه كړې او اولس سره كړې خپلې وعدې ئې ترسره كړي ۔ طالبعلمانو په ملاقات كولو د وزيرا??ظم مننه وكړه