اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی) د سوله ايز تحريك په مهال د هند قابض ځواكونو په كال 2016 كښې د ډزو او پېلټ ګن?? پشمول د نورې وسلې د بې درېغه استعمال د لارې نزدې 15 زره كشميري ځوانان ټپيان شوي دي۔ د آل پارټيز حريت كنفرنس د آزاد جمو كشمير لخوا د جاري شويو شمېر?? له مخې د هندي پوځ د پېليټ ګنز استعمال څخه په مجموعي توګه 600 كشميريان د بصارت نه محروم شوي چې پكښې د زياتره كسانو عمرونه د 25 كالو نه زيات نه دي او دغسې د 1005 ژوبل شويو كسانو عمرونه د 12 نه تر 15 كالو دي چې پكښې ??لكان او جينكۍ شامل دي