اسلام آباد 28 جنوري (اے پ?? پي﴾ وزيراعظم شاهد خاقان ??باسي په يوه ورځنې دوره كراچې ته لاړو۔ وزيراعظم به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ د لياري اېكسپرېس وے پروژې د نارتھ بند كرېج وے پرانسته كوي۔ دا پرژوه د اوږدې مودې څخه ځنډ سره مخ وه۔ د پرانستې نه پس به د لياري اېكسپرېس وے پروژه په مكمل توګه فعاله شي۔ د پروژې د رېمپس پشمول ټول اوږدوالې 38 كلوميټره دے پ?? كومه چې 10 اربه رو??ې اخراجات راغلي دي۔ په دې كښې د سهراب ګوټ٬ منګهو پير٬ سرشاه سليمان ??و د ماړي پور پشمول څلور انټرچېنجز شامل دي۔ دې سره سره 20 لوي پلونه هم د پروژې برخه دي۔ دا پروژه په ښار كښې د زياتېدونكي ټرافيك فشار كمولو لپاره ډېره مهمه ده۔ د كراچې بندر او سپر هائي وے ﴿اېم ن9﴾ څخه ر??تلونكې ټرافيك به په ښار كښې د داخلېدو نه بغېر خپل منزل ته ر??ېدو لپاره اېكسپرېس وے كاروي۔ پ??وژې سره به درياب سره سره د سېلابي زيان مخ نيوې هم وشي او دې سره به په ټوله سيمه كښې د ماحولياتي تحفظ په باوري كولو كښې هم مرسته وشي۔