اسلام آباد 07 ستمبر (اے پی پی) د سري لنكا د دفاع دوهم وزير روون ويجې وردهنے وئېلي دي چې د سري لنكا تامل بېلتون خوښو په ضد د جنګ په مهال د پاكستان پرله پسې او غېر ??شر??ط حمايت به چرې هم هېر نه كړی شي٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد ج??ګ كښې لوې قربانۍ وركړي٬سري لنكا به په ټولو چېلنجونو كښې د پاكستان سره مرسته كوي۔ده دا خبرې تېره ورځ كولمبو كښې د پاكستان سفارتخانې د س??وري لاندې د پاكستان دفاع ورځ دستورې ته پھ خپل خطاب كښې وكړی۔دوهم وزير پھ دې موقع خاص مېلما وو۔د دې نه وړاندې ده د لنډ مهاله ها??ي كمشنر ډاكټر سرفراز سره كيك پرې كړو دغسې لنډ مهاله ها??ي كمشنر د دفاع ورځ په موقع د اولس مشر ممنون حسېن پیغام واورولو۔د سري لنكا د دفاع وزير ووئيل چې پاكستان او سري لنكا په ټولو څانګو كښې نزدې اړيكې لري